د لوی څښتن تعالی په نامه
د افغانستان لوړو زده کړو وزارت د تاریخ په هنداره کې
افغانستان له پیړیو راهیسې د علم او پوهې ځانګو ګڼل کیږي او د دې زمکې اوسیدونکو هر وخت د علم او پوهې ترلاسه کولو او انسانانو ته د خدمت په لاره کې نه ستړې کیدونکې هڅې ترسره کړي دي.
ابو علي ابن سینا بلخي، مولانا جلا الدین بلخي، ابو ریحان البیروني خوشحال خان خټک، رحمان بابا، او په لسګونو نور ستر مفکرین، پوهان، عالمان او شاعران چې نن ورځ یې ټوله نړۍ په خدمتونو نازیږي او ګټور علمي آثار یې دنیا ته وړاندې کړي، د دغې خاورې پورې اړه لري.
د وخت په تیریدو او په اروپا کې د علم د ودې په موخه، د صنعتي او فکري انقلاب څخه په الهام، د علم ډګر ته د ټکنالوژۍ په راتګ سره، دا اړتیا ولیدل شوه چې دغه ملت باید له مخکې څخه لا زیات د علم او زده کړو په ګاڼه ښایسته شي او د نړۍ له علمي کاروان سره اوږه په اوږه روان شي.
له هغه ځایه چې لوړې زده کړې د ټولنې حیاتي غوښتنه ګڼل کیږي او پرته د دغې برخې له پیاوړتیا څخه، موخو ته رسیدل او د ګرانو هېوادوالو د آرمانونو پوره کول امکان نلري؛ نو له دې امله د وخت له غوښتنو سره سم دولت دغې غوښتنې ته پاملرنه وکړه او په ۱۳۱۱ هجري لمریز کال د لړم په لومړۍ نیټه د ترکیې دوست هېواد د متخصصینو په همکارۍ د کابل په ښار کې د طب پوهنځي تاسیس کړ او په هېواد کې یې د لوړو زده کړو د بنسټ ډبره کېښوده.
دغه کوچني بنسټ د وخت په تیریدو سره د افغانستان د بشري ځواک پر پراختیا سره د طب په برخه کې په تدریجي ډول سره ډیر علمي خدمتونه ترسره کړل. وروسته له طب پوهنځي څخه د هېواد د لوړو زده کړو په میدان کې د حقوقو او سیاسي علومو، ساینس، ادبیاتو او ټولنیزو علومو پوهنځی رامنځ ته چې له امله یې د لوړو زده کړو لمن پراخه او په پای کې د دغو تحصیلي خدمتونو د انسجام په موخه د حکومت له خوا یو بل ګټور ګام پورته شو او په ۱۳۲۵ کال کې یې د کابل پوهنتون تاسیس کړ.
د کابل پوهنتون خپل تیر عمر کې ډیرې اکاډمیکې لوړې ژورې لیدلي دي؛ د افغانستان  دولت او د آلمان د غرب اتحادیې تر منځ د شپاړسم فرهنګي قرارداد له مخې، د علمي او تخنیکي مرستو جوګه شو او دغه پوهنتون د یونسکو غړیتوب ترلاسه کړ او د یو ویاړلي پوهنتون په توګه د دغه نړیوال بنسټ په شنه کتاب کې درج شو.
په وروستیو کلونو کې د هېواد ډیری پوهنتونونه او تحصیلي بنسټونه، چې د کابل پوهنتون له امله رامنځ ته شوي، د هېواد دغه لوی تحصیلي بنسټ ته د مور پوهنتون خطاب ورکړل شو. اوس مهال کابل پوهنتون د لوړو ظرفیتونو درلودونکی دی چې ۱۸ پوهنځي، عصري کتابتون، علمي څیړنو مرکز، ورزشي جمنازیوم، معیاري لیلیې او مجهزو ودانیو چې زیاتره یې د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې په مرستو رغول شوي، په لرلو سره فعالیت ترسره کوي.     
د کابل پوهنتون څخه وروسته په هېواد کې دوهم اکاډمیک بنسټ د ننګرهار پوهنتون دی چې په ۱۳۴۳ هجري لمریز کال د جلال آباد په ښکلي ښار درونټې سیمه کې د کابل سیند په غاړه د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه پوهنتون د ډیر وخت لپاره د کابل پوهنتون په ځانګړې توګه طب پوهنځي له رهبرۍ لاندې ؤ او د وخت په تیریدو سره د دولت د مستقیمې همکارۍ په صورت کې وده وکړه او د پام وړ پراختیا یې ومونده. دغه پوهنتون هم لکه د کابل پوهنتون په څیر د سټنډرډ ساختمانونو، لیلیې، مجهزو لابراتوارونو، علمي څیړنیز مرکز، عصري کتابتون او معلوماتي ټکنالوژۍ مرکزونو درلودونکی دی.
په نړۍ کې د صنعتي ماشینونو، تخنیکي او انجنیري مرکزونو په زیاتیدو سره، افغانستان په لومړي ځل د مهندسي، سرک جوړولو، بندونو او نهرونو کیندلو، کانونو استخراج، پرمختللي برقي تخنیک او نورو مسلکي مهارتونو کې چې د افغاني ټولنې غوښتنه وه، د ماهرو انجنیرانو د روزلو په موخه، د هغې د شنې زرغونې غونډۍ په لمن کې چې د انټر کانټیننټال ښکلي هوټل یې ښکلا لا پسې دوه چنده کړې د کابل پولي تخنیک په نامه یو انسټیټیوټ رامنځ ته شو چې وروسته د نورو پوهنځیو د زیاتوالي له امله یې پراختیا ومونده او د کابل پولي تخنیک پوهنتون وبلل شو. 
دغه پوهنتون د شوروي اتحاد په مرسته په ټولو وسایلو سره چې د انجنیرۍ پوهنتون لپاره ورته اړتیا وه تجهیز شو او په نړیوالو درسي میتودونو سره په کې د ماسټر او دوکتورا په کچه استادانو له خوا، د تدریس چارې پر مخ وړل کیږي.
په هېواد کې د تحصیلي د خدمتونو د پراختیا او تحصیلي بنسټونو د انسجام او ودې په موخه په ۱۳۵۶ کال کب په میاشت کې د لوړو زده کړو وزارت د یو ارګان په توګه په رسمي ډول د دولت په تشکیلاتو کې رامنځ ته شو. 
دغه وزارت د خپل کار په لومړیو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د لوړو زده کړو کوچنی توسعوي پلان ترتیب کړ او مخکې له دې چې دغه پلان د پلي کولو پړاو ته ولاړ شي، د هېواد په سیاسي او ټولنیز نظام کې په ۱۳۵۷ کال بدلون رامنځ ته شو او په ټوله کې د هېواد لوړو زده کړو نظام د پخواني شوروي بلاک رنګ او میتود غوره کړ.
باید وویل شي د هغه وخت د دولت د پالیسۍ پر بنسټ لوړو زده کړو وزارت په ۱۳۵۸ کال د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت په نامه ونومول شو او ۴۲ بابه تخنیکم، مسلکي او حرفوي ښوونځي د دغې ادارې پورې وتړل شول.
د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت په هغه وخت کې د لنډمهاله او اوږدمهال پلانونو له مخې چې لرل یې، د تحصیلي بنسټونو د پراختیا برنامه په مرکز او ولایتونو کې تر لاس لاندې ونیوه  او په ترڅ کې یې د بلخ، هرات او کندهار پوهنتونونه تاسیس شول چې د دغو پوهنتونونو تحصیلي سیستم په کلاسیک ډول، سوسیالیستي بلاک ته ورته، پر مخ وړل کیده.
په افغانستان کې د نظامونو به بدلون سره د هېواد پوهنتونونه هم له بېلابېلو لوړو ژورو سره مخ شوي دي؛ د ۱۳۷۱ کال سیاسي تحولاتو او په افغانستان کې د تحمیلي جنګونو په پایله کې د کابل پوهنتون چې د هېواد ویاړ بلل کیده له پښو وغورځید، ټول شته یې لوټ او تالان شول او بهترینې خطي نسخې له کتابتون څخه یا پټ شول او یا هم په ایرو بدل شول.
په همدې ډول د مرکز او ولایاتو ټول پوهنتونونه په بې رحمانه ډول وځپل شول او نه جبرانونکي زیانونه ورواوښتل.
باید وویل شي چې په افغانستان کې د خلک ډیموکراتیک ګوند د حاکمیت په دوران کې د افغانستان پوهنتونونو خپل ډیری عملي کادرونه له لاسه ورکړل، په یوه نامه او بله نامه زنداني شول، ووژل شول او ځینې هم نورو هېوادونو ته مسافر شول او د استادۍ له سپيڅلو دندو څخه لرې شول، چې له امله یې د پوهنتونونو په علمي ظرفیتونو کې بدې اغیزې پر ځای پاتې شوې.
له همدې امله په هېواد کې د جنګونو له امله نه یوازې د پوهنتونونو مادي پانګه او ودانۍ تخریب شوې؛ بلکې زیات شمېر استادان چې د ډیرو ستونزو سره سره اوس هم په تحصیلي بنسټونو کې په خدمت بوخت دي، په هغه وخت کې له ګڼ شمېر ربړو او کړاوونو سره مخ شول.
په افغانستان کې د مجاهدینو د بریالیتوب او اسلامي دولت په رامنځ ته کیدو سره، د مسلکي لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت تر منځ په ۱۳۷۴ کال د وظایفو له مخې تفکیک رامنځ ته شو چې له مخې یې ۴۲ بابه تخنیکم، مسلکي لیسې او حرفوي ښوونځي له ټولو تشکیلاتو، تجهیزاتو او ملکیتونو سره د پوهنې وزارت پورې و تړل شول او په مقابل کې یې د پیداګوژۍ ټولې څانګې له ټولو مادي او معنوي ملکیتونو سره، لوړو زده کړو وزارت ته انتقال شول چې وروسته له همدې کال څخه د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت د لوړو زده کړو وزارت په نوم ونومول شو.
وروسته لدې کله چې په افغانستان کې د طالبان واک ته ورسیدل او په ترڅ کې یې د پوهنتونونو دروازې د نجونو محصلانو په مخ وتړل شوې او درسي نظام د دغه تحریک له طرز او فکر سره تقریباٌ مطابقت پیدا کړ، پوهنتونونه له انزوا سره مخ شول او نړیوالې ټولنې هم له دغو نهادونو سره اړیکې پریکړې چې دغه دوران د لوړو زده کړو وزارت لپاره یو مخ په ځوړ دوران ؤ.
په ۱۳۸۰ کال کې چې کله حالاتو بدلون وموند، په افغانستان کې د بېلابېلو برخو تر څنګ، لوړو زده کړو هم نوی روح ترلاسه کړ او په کمي او کیفي ډول ډیرې اکاډمیکې لاسته راوړنې په دغه برخه کې رامنځ ته شوې.
په لومړي ځل د ظرفیتونو د روزلو، پوهنتونونو د پراختیا، کیفیت لوړولو، نویو درسي کریکولمونو د تدوین، نړیوالو مرستو ترلاسه کولو او نړیوالو پوهنتونونو سره د توامیتونو او اړیکو ټینګولو په موخه، ملي ستراتیژیک پلان جوړ او د پلي کولو لپاره یې ګامونه پورته شول. چې د همدې پلان پر بنسټ لوړو زده کړو وزارت د پام وړ مادي او معنوي پانګه ترلاسه کړه او د ډیرو لاسته راوړنو لیدونکی شو.
د نړیوال بانک، USAID او نورو ډیرو هېوادونو څخه د مرستو په جذبولو سره پوهنتونونو په تدریجي ډول د نړیوال کیدو په لور ګامونه کېښودل. اوسمهال په افغانستان کې ۳۶ دولتي او ۱۲۴ خصوصي پوهنتونونه او لوړو زده کړو موسسې شتون لري او شاوخوا ۳۰۰ زره محصلان په کې په زده کړو بوخت دي او ټول د لوړو زده کړو وزارت له خوا د میتودیکي نظره رهبري کیږي.
 
 
د هغو پلانونو د تطبیق کولو محصول، چې د پوهنتونونو لپاره اماده شوي عبارت دی له:
د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د استادانو روزنه.
په عصري وسایلو او موادو سره د لابراتوارونو تجهیزول.
د درسي ټولګیو، لیلیو، اداري مرکزونو او جمنازیومونو لپاره د نویو ودانیو جوړول.
د دولت له بودجې څخه هند، مالیزیا او ترکیې هېوادونو ته د زده کړو په موخه د افغان ځوانانو لیږل.
د ګروپي بورسونو له لارې دوست هېوادونو ته د محصلانو لیږل.
د اوسنیو غوښتنو سره سم د نویو کریکولمونو تدوین.
د درسي کتابونو چاپول په ځانګړې توګه طبي او طبیعي علومو په برخه کې.
د معلوماتي ټکنالوژۍ پراختیا او ډیجټیلي کتابتونونه ته لاس رسی.
تر نن ورځې چې په هېواد کې د لوړو زده کړو له هستې رامنځ ته کولو څخه درې اتیا کاله تیریږي، لوړو زده کړو بنسټونو په بېلابېلو لکه امریکایې، ترکي، پخواني شوروي او اروپایې متودونو او مختلفو طریقو له لارې د تدریس تجربه ترسره کړیده او په راوروسته کلونو کې په کې د کریډیټ سیستم چې د نړیوالې ټولنې یو عصري درسي سیستم ګڼل کیږي هم د تطبیق وړ دی، چې دغه سیستم د غربي هېوادونو د تدریس رنګ غوره کړي دی.
لوړو زده کړو وزارت په ۱۳۹۴ کال کې خپل یوولس کاري لومړیتوبونه په ګوته او د اجرا لپاره یې ګامونه پورته کړل.
والسلام
 
 
 
 
 
 
 
 
 
په تیرو دریو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت سترې لاسته راوړنې:
 
د لوړو زده کړو د پیاوړتیا PPG (Project Preparation Grant) لپاره د نړیوال بانک څخه د ۲۵۰ میلیونو ډالرو تر لاسه کول؛
د کې USIAD د پوهنتونونو د ارتقا په موخه ۹۲ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کول؛
د ۵۶۱ تنه افغان محصلان د ګروپي بورسونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته لیږل؛
۴۰۰ تنه د دولت په لګښت  ترکیې، او هندوستان ته د لیسانس په موخه لیږل؛
۶۴۱ تنه استادان او کارکوونکي د ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې بهرنیو هېوادونو ته لیږل؛
 د نا امنه او لږ پرمختللو سمیو دولسمو ټولګیو فارغانو لپاره د روزنیز پروګرامونو په لار اچول، چې د جمهور رییس د ۱۳۹۲/۱/۱۲ نیټې ۳۰۰ ګڼه فرمان پر بنسټمنظور شوي او د علمي معینیت تر ریاست لاندې یې کار پیل کړی او په ټولو زونونو کې روزنیز کورسونه برابر او عملي اقدامات تر سره شوي،
د پوهنتونونو مالي استقلالیت مقرره چې د تحصیلي بنسټونو اړینه غوښتنه ده تشکیل او د لوړو زده کړو وزارت څخه وروسته د عدلې وزارت څخه تایید او د افغانستان د کابینې څه منظوره شوه؛
په شپږو تحصیلي بنسټونو کې ۱۶ د ماسټرۍ او دوه د دوکتورا پروګرامونو رامنځته کول؛
په شپږو خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې د ماسټرۍ ۱۲ پروګرامونه پیلول؛
۴۳ پروژو د بنسټ ډبرې کیښودل؛
۱۲ ساختماني او زیربنایي پروژو بشپړیدل؛
په ۱۳۹۳ کال کې ۴ حکمونه، ۳۰ مصوبې او ۵ فرمانونه تر لاسه شوي چې په اړه یې پر وخت اقدامات تر سره شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا له خوا ۵۱ ځله جلسې جوړې شوي.
په ۱۳۹۲ کال کې لوړو او نیمه لوړو زده کړو بنسټونو ته د ۱۲۶۳۰۳ یو سلو شپږ ویشت زرو، درې سوه درې تنو محصلانو جذبول؛
په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې ۳۵ د شپې زده کړو پروګرامونو پیلول؛
د چاپ لپاره د ۳۴ اثارو تائید؛
د ۱۳۹۲ کال د پلان له مخې ۵ د ماسټرۍ او دوه د دوکتورا پروګرامونو تطبیق او ۱۵ پروګرامونه نور د مراحلو د طی کولو په حال کې دي؛
د ۱۳۹۳-۱۳۹۴ کال کانکور آزموینې څخه د څارنې او ارزونې په موخه د کورنیو چارو، ملي دفاع، مخابراتو او ټکنالوژۍ، تراسپورټ، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ، ملي امنیت او محلي ارګانونو خپلواکې ادارې استازو په ګډون یو ځانګړی کمیسیون جوړول؛ 
د هرات پوهنتون د نجونو لیلیې نوې ودانۍ پرانیسته.
د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي چینایې څانګې ودانۍ پرانیستل.
د کابل پوهنتون څلور ستوریزه ودانۍ پرانیستل.
د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو ترکي څانګې نوې ودانۍ پرانیستل.
د کابل پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي نوې ودانۍ پرانیستل.
د بلخ پوهنتون د لیلیې ودانۍ د بنسټ ډبرې کېښودل.
20 زره تنه د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو او له ۱۴ زره څخه زیات کسان له خصوصي لوړو زده کړو موسسو څخه فارغیدل.
۳۱۸ تنه د ماسټرۍ په کچه له افغان امریکایې پوهنتون څخه فارغیدل.
د ننګرهار پوهنتون پنځوسمه کلیزه لمانځل.
د کابل پوهنتون حقوقي زده کړو مرکز څخه ۲۰۰ تنه ستاژران فارغیدل.
د افغانستان د بوټو او حیواناتو پیژندنې، درې عنوانه کتابونه چې د افغان او جرمني پوهانو له خوا لیکل شوي چاپ او 3 زره جلده یې بېلابېلو پوهنتونونو ته توزیع کول.
1393-1394 کال د کانکور آزمویني د پایلو اعلان چې ۲۱۹ زره محصلانو په کې ګډون کړی ؤ؛
په دولتي او خصوصي لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو کې د ۱۲۰ زره تنو جذبول؛
د ۱۳۹۳- ۱۳۹۴ کال کانکور آزموینې له ۵۰ زرو څخه زیاتو داوطلبانو ستونزو ته لاس رسی؛
د ملي نظامي اکاډمۍ د کانکور آزموینې اخیستل؛
د متفرکه او دیني علومو د مدارسو د کانکور آزموینې اخیستل؛
د څوارلسم پاسانو اختصاصي آزموینې اخیستل؛
له ۴۵۰۰ تنو څخه زیات نجونې او هلکان محصلان له یو تحصیلي بنسټ څخه بل تحصیلي بنسټ ته تبدیلول؛
په ۱۳۹۳ کال کې د کانکور امتحاناتو ریاست له لارې (۶۱۹۱۴۷۱۱) افغانۍ عواید ترلاسه کول او دولت بودجې ته سپارل؛
په ۱۳۹۳ کال کې ۱۳ د لوړو زده کړو خصوصي موسسو رامنځ ته کول؛
له هېواد څخه بهر د (۲۰۰۰) جلدو په کچه د ۲۰ عنوان کتابونو چاپول؛
د ۱۰۴ د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ارزونه؛
د لوړو زده کړو وزارت تفتیش ریاست او ټاکل شوي هیأت د څارنې په ترڅ کې ۲۰۰۷۷۲۹ افغانۍ د بېلابېلو مدرکونو څخه تحویل او د دولت حساب ته جمع کول؛ 
د AfgREN شبکې سره د هېواد د ټول پوهنتونونو نخلول؛
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لومړي کمیونټي کالج رامنځته کول؛
د کانکور په پروسه کې د اسانتیا په موخه د جدي تدابیرو وړاندې کول؛
د مراجعینو لپاره د کاري پروسې د اسنانتیا په موخه د کمپیوټري سیستم رامنځته کول؛
د هېواد د پوهنتونونو لپاره د علمي څیرنو د پالیسۍ طرحه؛
د اوسنیو شرایطو سره سم د وزارت د ودانۍ بیا رغونه؛
د پوهنتونونو مالي استقلالیت تصویب او پلي کول؛
په غزني کې د انجنیرۍ تخنیکي پوهنتون رامنځته کول؛
په ننګرهار پوهنتون کې د دوکتورا پروګرام پیل؛
د افغانستان زراعتي ټکنالوژۍ پوهنتون چې مرکز یې په کندهار ولایت کې دی او په فعالیت یې پیل کړی د نوموړي پوهنتون د تجهیز چارې د هندوستان هېواد په غاړه اخیستي دي؛
۸۸۷ تنو د بورسونو کاندیدانو نوملیکنه او د اسنادو طی مراحل؛
۵۰ لابراتوارونه تجهیزول؛
په مرکز او ولایاتو کې ۹۳۲۵ تنه په شپې پوهنځیو کې شاملول؛
په تحصیلي بنسټونو کې ټول بې نتیجې داوطلبان جذبول؛
د ویدیو کنفراس په شمول ټولو پوهنتونونو د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژۍ مرکزونه فعالول؛
په لوړو زده کړو وزارت کې د نړیوالې ټکنالوژۍ لسم کنفرانس په لاره اچول؛
د ۹۳ خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د ارزیابیو دوهمه مرحله بشپړول؛
وروسته له دیرشو کلونو د لوړو زده کړو وزارت میلمستون ودانۍ جوړول او پرانیسته؛ 
۲۹۳۳۷ تنه بېلابېلو خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو ته په تخفیف معرفي کول؛
د امادګۍ پروګرام ۵۱۱ تنه شاملان دولتي لوړو زده کړو بنسټونو ته معرفي کول؛
په مرکز او ولایاتو کې شپې پوهنځیو ته ۹۳۲۵ تنه معرفي کول؛
۸۵۰۰ قطعو څخه زیات ټرانسکریپتونو طی مراحل کول؛
په ۱۳۹۲- ۱۳۹۳ کال کانکور ازموینه کې ۵۶۶۶۴ تنه محصلان دولتي لوړو زده کړو بنسټونو ته جذبول؛
په ۱۳۹۲-۱۳۹۳ کال کانکور آزموینه کې ۵۶۰۳۹ تنه محصلان نیمه لوړو زده کړو بنسټونو ته معرفي کول؛ 
د هلکانو مرکزي لیلیې ته ۸۵۰ تنه محصلان معرفي کول او ۲۸۰۰ تنو ته په لیلیه کې د ظرفیت نشتوالي له امله بدل اعاشه حواله کول؛
۳۳۰۰ قطعې انګلیسي  او ۲۰۰۰ قطعې په رسمې ژبو ډیپلومونه طی مراحل کول او فارغانو ته ورکول؛
د دیارلسو دولتي پوهنتونونو او یوولسو خصوصي لوړو زده کړو موسسو د ځاني ارزونې د راپورونو ارزول؛
د لیلیې د مقررې سره سم د نجونو لیلیې ته د شهید استاد رباني پوهنتون، کابل او کابل طبي پوهنتونونو د ۸۵۰ تنو نجونو محصلانو معرفي کول؛
د زړو پوهنځیو په چوکاټ کې ۱۰۳ ډیپارټمنټونه او په نویو پوهنځیو کې ۷۹ ډیپارټمنټونه رامنځته کول؛
د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو په چوکاټ کې د ۳۲ پوهنځیو زیاتول؛
په کندهار ولایت کې د افغانستان د زراعتي ټکنالوژۍ ملي پوهنتون پرانیسته؛
د ګروپي بورسونو د ۸۸۷ تنو کاندیدانو د اسنادو ثبت او طی مراحل کول؛
په غزني ولایت کې د انجنیرۍ تخنیکي پوهنتون رامنځته کول؛
په ننګرهار پوهنتون کې د دوکتورا پروګرام رامنځته کول؛
اوسنیو غوښتنو سره سم د لوړو زده کړو وزارت د ودانۍ بیا رغونه؛
د پوهنتونونو مالي استقلالیت تصویب او پلي کول؛
د مراجعینو د اسانتیا لپاره په کاري پروسه کې د معلوماتي او کمپیوټري سیستم رامنځته کول؛
په هېواد په پوهنتونونو کې د علمي څیړنو د پالیسۍ طرح وړاندې کول؛
په ۱۳۹۳ کال کې په کابل پولي تخنیک پوهنتون کمپیوټر ساینس څانګه کې د لومړني کمیونټي کالج رامنځته کول؛
په کانکور پروسه کې د روڼتیا لپاره جدي تدابیر نیول؛
د لوړ زده کړو وزارت په مطبعه کې د پوهنتونونو ا و لوړو زده کړو موسسو د استادانو ۶۱۵۰ جلده اثار چاپول ؛ 
۱۳۹۳-۱۳۹۴ کال کانکور آزموینې د داوطلبانو ۳۰۰۰۰۰ قطعې نوم لیکنې فورمې چاپول؛
د ۱۳۹۳-۱۳۹۴ کال د کانکور آزموینې ۴۰۰۰۰ کود رشتې او رهنمایې کتابچې چاپول؛
د ۱۳۹۳-۱۳۹۴ کال کانکور آزموینې د داوطلبانو لپاره ۹۵۴۵ جلده د سوالونو کتابچې چاپول؛
له یوې خصوصي موسسې څخه بلې خصوصي موسسې ته ۱۵۰۰ تنو تبدیلي؛
د لوړو زده کړو خصوصي موسسو په یو شمیر طرزالعملونو چې په کې د خصوصي موسسو د شاملینو، فیس اخیستلو طرزالعمل، د خصوصي لوړو زده کړو موسسو فارغانو څخه د دولتي آزموینې اخیستلو طرزالعمل په خصوصي موسسو کې د دولتي لوړو زده کړو موسسو د محصلانو د جذبولو طرزالعمل او داسې نور شامل دي.
هغه هلکان چې نومرې یې له ۲۵۰ او جونې چې نومرې یې له ۲۳۰ څخه لوړې وې دولتي لوړو زده کړو بنسټونو کې جذبول؛
د کانکور ازموینې هغه هلکان داوطلبان چې نومرې یې ۲۴۱،۵۲۳۳ او جونې چې نومرې یې ۲۲۴،۹۵۴۸ څخه لوړې وې او بیې نتیجې وو خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته معرفي کول؛
د ۱۳۹۲-۱۳۹۳ کال کانکور آزموینې په دوهم ظرفیت کې له ټول هېواد څخه ۱۷۹۹۳ تنه نیمه لوړو زده کړو موسسو کې جذبول؛
د هر ولایت له عمومي اول نومره څخه تر پنځم نومره پورې چې ټول ۱۷۵ تنه کیده پرته لا ازموینې څخه دولتي بورسونو کې معرفي کول؛
په ۱۳۹۲ کال کې د لوړو زده کړو وزارت پراختیایي پلان سره سم په ۱۶ تحصیلي بنسټونوکې ۳۷ شپې پروګرامونو رامنځ ته کول؛
د ۱۳۹۱-۱۳۹۲ کال د کانکور له پنځه زرو څخه زیات بې نتیجې داوطلبان په خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو کې په تخفیف او پرته له فیس څخه معرفي کول د یوې بشپړې تحصیلي دورې لپاره؛
په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د نوي درسي کریکولم د تطبیق کولو پیل؛
په لوړو زده کړو وزارت کې ۱۲۰ ورکشاپونه، کنفرانسونه او سیمینارونه دایرول؛
دایکندي لوړو زده کړو موسسې لپاره چې دوه پوهنځي( ښوونې او روزنې، زراعت) او څلور ډیپارټمنټونه   لري د ۱۳۹۳ کال په نیمایې ۴۱ کادري بستونو منظوري اخیستل چې بودجه به یې د مالي وزارت قانون سره سم د ۱۳۹۴ کال په مالي بودجه کې شامله شي. 
د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي په دوو پوهنځیو( کورنۍ ژبې او ادبیات او او بهرنۍ ژیې او ادبیات) پوهنځیو باندې ویشل؛ 
د کابل پوهنتون ساینس پوهنځي په څلورو پوهنځیو ویشل( کیمیا، بیالوژي، ریاضي او فزیک)؛
د کابل طبي پوهنتونن د زړه امراضو تدریسي انسټیټیوټ مسلکي او اداري برخو پراختیا، د نسائی ولادي تدریسي روغتون پراختیا، د سترګو او ستوماتولوژۍ برخو پراختیا؛
په شهید استاد رباني ښوونې او روزنې پوهنتون کې د روانشناسۍ، کمپیوټري او معلوماتي سیستم پراختیا او پنځه ډیپارټمنټونه رامنځته کول؛
د ننګرهار پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې ۱۱ ډیپارټمنټونه رامنځته کول؛
د هرات پوهنتون په موجوده پوهنځیو کې ۲۰ ډیپارټمنټونه او ټولنیزو علومو پوهنځي رامنځته کول؛
په بلخ پوهنتون کې د څوارلسو ډیپارټمنټونو په لرلو سره ساینس پوهنځي، ټولنیزو علومو او جیولوژي او معدن او څلور ډیپارټمنټونه د زړو پوهنځیو په چوکاټ کې رامنځته کول؛
په شیخ زاید پوهنتون کې د ټولنیزو علومو پوهنځي رامنځته کول؛
په کندهار پوهنتون کې په شپږو ډیپارټمنټونو سره د کمپیوټر ساینس پوهنځي او په دوو پوهنځیو سره د ژبو او ادبیاتو پوهنځي او په زړو پوهنځیو کې د دریو ډیپارټمنټونو رامنځته کول؛
په البیروني پوهنتون کې په دریو ډیپارټمنټونو سره د ژورنالیزم پوهنځي رامنځته کول؛
د جوزجان پوهنتون په چوکاټ کې اووه ډیپارټمنټونه زیاتول؛
په بامیانو پوهنتون کې په څلورو ډیپارټمنټونو سره د طبیعي علومو پوهنځي او په زړو پوهنځیو کې د اتو ډیپارټمنټونو رامنځته کول؛
په پکتیا پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي او نورو څلورو ډیپارټمنټونو رامنځته کول؛
په بغلان پوهنتون کې په دوو ډیپارټمنټونو سره د شرعیاتو پوهنځي یو بل ډیپارټمنټ رامنځته کول؛
په غزني پوهنتون کې په څلورو ډیپارټمنټونو سره د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رامنځته کول؛
په تخار پوهنتون کې په دوو ډیپارټمنټونو سره د وترنرۍ پوهنځي رامنځته کول او په زوړ چوکاټ کې د دوو ډیپارټمنټونو زیاتول؛
په کندز پوهنتون کې د یو ډیپارټمنټ او دوو ډیپارټمنټونو سره د وترنۍ پوهنځي رامنځته کول؛
په فاریاب پوهنتون کې په ۵ ډیپارټمنټونو سره د انجنیرۍ پوهنځي رامنځته کول او په زړو پوهنځیو کې د دریو ډیپارټمنټونو زیاتول؛
په بدخشان پوهنتون په ۵ ډیپارټمنټونو سره د دوو پوهنځیو رامنځته کول؛
په لغمان پوهنتون کې په دریو ډیپارټمنټونو سره د انجنیرۍ پوهنځي رامنځته کول او په زړو پوهنځیو کې د دریو ډیپارټمنټونو زیاتول؛
په کنر سید جمال الدین افغان پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي او دریو ډیپارټمنټونونو رامنځته کول؛ 
په پروان لوړو زده کړو موسسه کې د ادبیاتو او ټولنیزو علومو پوهنځیو رامنځته کول؛
د بادغیس لوړو زده کړو موسسې په چوکاټ کې دوه ډیپارټمنټونه زیاتول؛
په سمنګانو لوړو زده کړو موسسه کې یو ډیپارټمنټ زیاتول؛
په غور لوړو زده کړو موسسه کې یو ډیپارټمنټ زیاتول؛
په پکتیکا لوړو زده کړو موسسه کې د دوو ډيپارټمنټونو په لرلو سره د زراعت پوهنځي رامنځته کول؛
په بنجشیر لوړو زده کړو موسسه کې د جیولوژي او معدن پوهنځي رامنځته کول؛
په سر پل لوړو زده کړو موسسه کې په ډیپارټمنټونو سره د جیولوژي او معدن پوهنځي رامنځته کول؛
۵ دولتي لوړو زده کړو موسسو وروسته له معیارونو بشپړولو څخه پوهنتونونو ته ارتقا وکړه؛
۱۳ نویو خصوصي لوړو زده کړو موسسو د فعالیت جواز تر لاسه کړل؛
په خصوصي لوړو زده کړو موسسو کې د ماسټرۍ ۷ پروګرامونه پیل ؛
د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د دوکتورا پروګرام پیل کول؛
د میدان وردګو ولایت لوړو زده کړو موسسې رامنځته کول؛
د هرات پوهنتون ادبیاتو پوهنځي ودانئ او مسجد شریف جوړول، د کابل پوهنتون کلینیک او په قرغه کې د لوړو زده کړو وزارت مېلمسټون جوړول؛
د بغلان پوهنتون انجنیرۍ پوهنځي ودانۍ د هلکانو او انجونو د لیلیې ودانیو ، د بدخشان پوهنتون د ادیتوریم او تدریسي ودانیو د بنسټ ډبرو کېښودل؛
د GIZ موسسې له خوا د بدخشان پوهنتون لپاره د جوړو شویو ودانیو  تحویلول او یاد پوهنتون ته سپارل؛ 
په ۱۹ تحصیلي بنستونو کې ۴۴ شپې زده کړو پروګرامونو پیل؛
د هېواد په پوهنتونونو کې د ۵۰ لابراتوارونو تجهیزول؛
د شپې زده کړو ۴۴ نوې پروګرامونه په ۱۹ تحصیلي بنسټونو کې پیل شوي او فعاله دي؛
د علمي بورد کمیسیون له خوا د لوړو زده کړو بنسټونو استادانو  ۵۷ عنوانه تالیفي آثار تائیدول؛