د علمي څېړنو د مرکز کمېټې نوبتي ناسته وکړه

sreu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۰:۲۵
hhh

د پوهنتون د علمي څېړنو د انسجام مرکز د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۱ مه نېټه د دوشنبې په ورځ نوبتي ناسته وکړه. په دې ناسته کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د علمي څېړنو د مرکز آمرې آغلې پوهنیار نرګس ستانکزۍ او د مرکز غړو ګډون کړی و. په دې ناسته کې د لاندې موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې:

• د ناستې په پیل کې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون او د ولایاتو د نورو پوهنتونونو د استادانو (۵) علمي – څېړنیز آثار او د موضوع د ټاکنې وړاندیزونه د کتنې او فیډبک لپاره د علمي څېړنو د مرکز غړو ته وسپارل شول. ورپسې د علمي څېړنو د انسجام د مرکز آمرې د استادانو د علمي رتبو لپاره د علمي کنفرانسونو د چوکاټ په نامه ۲۵ ماده‌ییزه مسوده وړاندې کړه او د مرکز غړو بحث پرې وکړ، پرېکړه دا شوه چې دغه مسوده د اړینو سمونونو لپاره د علمي څېړنو د مرکز غړې آغلې داکټر دینا محسني ته وسپارل شي.

• د علمي کنفرانسونو د لومړي پړاو د پیل لپاره د نېټې پر ټاکلو بحث وشو چې د کرونا ویروس له امله ځنډول شوي وو، پرېکړه وشوه چې تر لوی اختر وروسته دې تنظیم او پیل یې کړئ.

• د علمي څېړنو د انسجام مرکز پر علمي کال‌هېنداره بحث وشو چې ټاکل شوې ښاغلی حسین‌الله مایار یې په CorelDraw پروګرام کې ترتیب کړي او د علمي څېړنو د انسجام د مرکز ټول مناسبتونه پکې درج شي. د علمي څېړنو د انسجام مرکز غړو د علمي څېړنو په برخه کې د ښاغلي مایار نوښت وستایه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۵ - ۹:۳۲
Background image

د پوهنتون د مشرتابه پلاوي او د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم پلاوي ګډه ناسته

د ۱۴۰۰ کال د تلې میاشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پلاوي او د ا.ا.ا د لوړو زده‌کړو وزارت د محترم پلاوي تر منځ د اسلامي امارت د موخو او پروګرامونو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د ا.ا.ا نظام په ملاتړ د ښځو ناسته

د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ د مدارسو او ښوونځیو د زده‌کوونکو، محصلانو او د ټولنې د نورو پاړکو اړوندو ښځو او نجونو د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې په یوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۳۱ - ۱۰:۵۵
Background image

د پوهنتون د علمي شورا ناسته

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي شورا ناسته په عادي روال د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې په ۱۴مه نېټه تر غرمې وړاندې په ۱۰:۰۰ بجو د ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي په مشرۍ وشوه. دغه ناسته د. . .

BACK TO NEWS